کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې د اوبو رسولو د څلورو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې

23 سرطان 1402 ساعت 12:06

د جوزجان سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په مرکز او فیض اباد ولسوالۍ کې د ۱۴۴ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د څلورو شبکو د جوړولو د کار د پیل خبر ورکړ.


آوا - مزار شریف: د جوزجان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه پروژه به د دوه نیمو میاشتو په موده کې بشپړه شی او په بشپړیدو سره به یې ۸۵۳ کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی.
 
د دوى په وينا، دغه پروژه د مرستندويه بنسټونو له خوا د کليو پراختيا رياست په همغږۍ جوړېږي.
 
په ورته وخت کې پاکو اوبو ته نه لاسرسی د هېواد د اوسېدونکو په ژوند کې لویه ننګونه بلل کېږي.


د مطلب کود: 273216

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273216/په-جوزجان-کې-د-اوبو-رسولو-څلورو-شبکو-جوړولو-چارې-پیل-شوې

آوا
  https://www.avapress.com