دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 273216
په جوزجان کې د اوبو رسولو د څلورو شبکو د جوړولو چارې پیل شوې
د جوزجان سیمه ییزو چارواکو د دغه ولایت په مرکز او فیض اباد ولسوالۍ کې د ۱۴۴ زره افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د څلورو شبکو د جوړولو د کار د پیل خبر ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د جوزجان د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه پروژه به د دوه نیمو میاشتو په موده کې بشپړه شی او په بشپړیدو سره به یې ۸۵۳ کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی.
 
د دوى په وينا، دغه پروژه د مرستندويه بنسټونو له خوا د کليو پراختيا رياست په همغږۍ جوړېږي.
 
په ورته وخت کې پاکو اوبو ته نه لاسرسی د هېواد د اوسېدونکو په ژوند کې لویه ننګونه بلل کېږي.
https://avapress.com/vdcgqw9x3ak9ux4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته