کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان لومړی وزیر به راتلونکې میاشت استعفا وکړي

23 سرطان 1402 ساعت 12:48

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي دي چې راتلونکې میاشت به له خپلې دندې استعفا وکړي او په دغه هیواد کې به موقت حکومت جوړ کړي.


آوا: د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ویلي، چې د روان کال په اګست میاشت کې به له خپلې دندې استعفا وکړي او تر ټاکنو مخکې به واک موقت حکومت ته وسپاري.
 
ښاغلي شریف زیاته کړه: د پاکستان عمومي انتخابات به په اکتوبر یا نومبر میاشت کې اعلان شي.
 
شریف هم هغه څوک دی چې د خپل یو نیم کال واک په موده کې یې د پاکستان له اقتصادي ننګونو سره مبارزه کړې او د خپل هېواد د بهرنیو اړیکو پالیسي یې ښه کړې ده.
 
شهباز شریف د پاکستان ۲۳م لومړی وزیر او د دغه هیواد د مسلم لیګ ګوند مشر دی، چې د ۱۴۰۱ کال د حمل په میاشت کې د عمران خان له ګوښه کیدو وروسته د دغه هیواد د صدراعظم په توګه وټاکل شو.


د مطلب کود: 273222

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273222/د-پاکستان-لومړی-وزیر-راتلونکې-میاشت-استعفا-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com