دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۲:۴۸
د مطلب کود : 273222
د پاکستان لومړی وزیر به راتلونکې میاشت استعفا وکړي
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي دي چې راتلونکې میاشت به له خپلې دندې استعفا وکړي او په دغه هیواد کې به موقت حکومت جوړ کړي.
افغان غږ خبری آژانس: د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ویلي، چې د روان کال په اګست میاشت کې به له خپلې دندې استعفا وکړي او تر ټاکنو مخکې به واک موقت حکومت ته وسپاري.
 
ښاغلي شریف زیاته کړه: د پاکستان عمومي انتخابات به په اکتوبر یا نومبر میاشت کې اعلان شي.
 
شریف هم هغه څوک دی چې د خپل یو نیم کال واک په موده کې یې د پاکستان له اقتصادي ننګونو سره مبارزه کړې او د خپل هېواد د بهرنیو اړیکو پالیسي یې ښه کړې ده.
 
شهباز شریف د پاکستان ۲۳م لومړی وزیر او د دغه هیواد د مسلم لیګ ګوند مشر دی، چې د ۱۴۰۱ کال د حمل په میاشت کې د عمران خان له ګوښه کیدو وروسته د دغه هیواد د صدراعظم په توګه وټاکل شو.
https://avapress.com/vdcdxs0xxyt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته