کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بهرنیو چارو وزارت پلاوي اندونیزیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

24 سرطان 1402 ساعت 10:17

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال د لومړي مرستیال په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي اندونیزیا ته د سفر په ترڅ کې د سریلانکا، بنګله دیش او سینګاپور له سفیرانو سره د سولې په اړه مشورې او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې کړې.


آوا - کابل: د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه، سرطان ۲۴) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت د سیاسي دفتر د لومړي مرستیال مظفر الله شهاب په مشرۍ پلاوی د بهرنیو چارو وزارت معین اندونیزیا ته د سفر پر مهال په دغه هېواد کې د افغانستان له سفارت څخه د لیدنې او کاري جریان ارزونه وکړه او د چارو د لا ښه والي او شفافیت په موخه یې د دغه سفارت ډیپلوماټانو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
 
دغه راز دغه پلاوي د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه له یو شمېر اندونیزیا پوهانو، سیاستوالو او سوداګرو سره وکتل.
 
د دغه سفر په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت پلاوي د سریلانکا، بنګله دېش او سنګاپور د سفیرانو په ګډون د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو سره هم وکتل.
 
د بهرنیو چارو وزارت پلاوي د نشه یي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې، د امنیت د تامین، د صادراتو د زیاتوالي، د پولي ثبات د ټینګښت، له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو، د ټرانزیټي اسانتیاوو د رامنځته کولو او نورو هغو فرصتونو په اړه چې په دې برخه کې راغلي دي خبرې وکړې.
 
د دغو هېوادونو استازو په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستايلې او د دوه اړخيزو اړيکو پياوړتيا يې د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه وبلله.
 
دغه راز تېرو اړیکو ته په پام سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه هم بحثونه شوي دي.
 


د مطلب کود: 273240

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273240/د-بهرنیو-چارو-وزارت-پلاوي-اندونیزیا-ته-خپل-سفر-په-ترڅ-کې-یو-شمېر-هېوادونو-له-سفیرانو-سره-اړیکو-پر-پیاوړتیا-خبرې-وکړې

آوا
  https://www.avapress.com