دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 273240
د بهرنیو چارو وزارت پلاوي اندونیزیا ته د خپل سفر په ترڅ کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو سره د اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال د لومړي مرستیال په مشرۍ د دغه وزارت پلاوي اندونیزیا ته د سفر په ترڅ کې د سریلانکا، بنګله دیش او سینګاپور له سفیرانو سره د سولې په اړه مشورې او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې اترې کړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د بهرنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر نن (شنبه، سرطان ۲۴) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت د سیاسي دفتر د لومړي مرستیال مظفر الله شهاب په مشرۍ پلاوی د بهرنیو چارو وزارت معین اندونیزیا ته د سفر پر مهال په دغه هېواد کې د افغانستان له سفارت څخه د لیدنې او کاري جریان ارزونه وکړه او د چارو د لا ښه والي او شفافیت په موخه یې د دغه سفارت ډیپلوماټانو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
 
دغه راز دغه پلاوي د دوه اړخیزو سیاسي او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه له یو شمېر اندونیزیا پوهانو، سیاستوالو او سوداګرو سره وکتل.
 
د دغه سفر په ترڅ کې د بهرنیو چارو وزارت پلاوي د سریلانکا، بنګله دېش او سنګاپور د سفیرانو په ګډون د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو سره هم وکتل.
 
د بهرنیو چارو وزارت پلاوي د نشه یي توکو د کښت او قاچاق د مخنیوي، په نشه یي توکو د روږدو کسانو د درملنې، د امنیت د تامین، د صادراتو د زیاتوالي، د پولي ثبات د ټینګښت، له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو، د ټرانزیټي اسانتیاوو د رامنځته کولو او نورو هغو فرصتونو په اړه چې په دې برخه کې راغلي دي خبرې وکړې.
 
د دغو هېوادونو استازو په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د اسلامي امارت لاسته راوړنې وستايلې او د دوه اړخيزو اړيکو پياوړتيا يې د دواړو هېوادونو د خلکو په ګټه وبلله.
 
دغه راز تېرو اړیکو ته په پام سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه هم بحثونه شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcdos0xzyt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته