کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پاکستان ته د تاریخي اثارو د قاچاق مخه ونیول شوه

25 سرطان 1402 ساعت 9:12

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د استخباراتو مدیریت د یو شمېر هغو تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې، چې ټاکل شوې وه پاکستان ته قاچاق شي.


آوا - کابل: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر وايي، د تورخم ښارګوټي استخباراتي مامورینو پاکستان ته د یو شمېر تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.
 
د ننګرهار رسنیو خبر ورکړی، چې دغه اثار په یوه لارۍ کې ځای پر ځای شوي وو.
 
د دې پېښې په تړاو یو تن نیول شوی دی.
 
ويل شوي چې دغه موضوع تر څيړنې لاندې ده او ترلاسه شوي اثار به د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست ته وسپارل شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د دغه ولايت کشفي چارواکو پاکستان ته د يو شمېر تاريخي اثارو د قاچاق مخه نيولې وه.
 


د مطلب کود: 273286

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273286/پاکستان-ته-د-تاریخي-اثارو-قاچاق-مخه-ونیول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com