دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۲
د مطلب کود : 273286
پاکستان ته د تاریخي اثارو د قاچاق مخه ونیول شوه
د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت د استخباراتو مدیریت د یو شمېر هغو تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې، چې ټاکل شوې وه پاکستان ته قاچاق شي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ننګرهار ولایت رسنیز دفتر وايي، د تورخم ښارګوټي استخباراتي مامورینو پاکستان ته د یو شمېر تاریخي اثارو د قاچاق مخه نیولې ده.
 
د ننګرهار رسنیو خبر ورکړی، چې دغه اثار په یوه لارۍ کې ځای پر ځای شوي وو.
 
د دې پېښې په تړاو یو تن نیول شوی دی.
 
ويل شوي چې دغه موضوع تر څيړنې لاندې ده او ترلاسه شوي اثار به د دغه ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست ته وسپارل شي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د دغه ولايت کشفي چارواکو پاکستان ته د يو شمېر تاريخي اثارو د قاچاق مخه نيولې وه.
 
https://avapress.com/vdcdjs0x9yt05x6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته