کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سمنګان پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې ١٥ تنه مړه او ټپيان شول

25 سرطان 1402 ساعت 10:46

د سمنګان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د مزارشريف - کابل پر لويه لاره د ايبک ښار په مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ١٣ نور ټپيان شوي دي.


آوا - مزارشریف: د سمنګان ولایت د سیمه ایزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه پیښه د یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس او د یو موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې چې له مزارشریف څخه کابل ته روان و.
 
د دوی په خبره، په دې پېښه کې په موټر سایکل سپاره دوه تنه د اسلامي امارت عسکر وژل شوي او د دوو ښځو په ګډون ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
 
په دې پيښه کې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
 


د مطلب کود: 273299

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273299/د-سمنګان-پر-لويه-لاره-په-يوه-ترافيکي-پېښه-کې-١٥-تنه-مړه-او-ټپيان-شول

آوا
  https://www.avapress.com