دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۴۶
د مطلب کود : 273299
د سمنګان پر لويه لاره په يوه ترافيکي پېښه کې ١٥ تنه مړه او ټپيان شول
د سمنګان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، چې د مزارشريف - کابل پر لويه لاره د ايبک ښار په مربوطاتو کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه او ١٣ نور ټپيان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د سمنګان ولایت د سیمه ایزو چارواکو د معلوماتو له مخې، دغه پیښه د یو ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکی بس او د یو موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې چې له مزارشریف څخه کابل ته روان و.
 
د دوی په خبره، په دې پېښه کې په موټر سایکل سپاره دوه تنه د اسلامي امارت عسکر وژل شوي او د دوو ښځو په ګډون ۱۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
 
په دې پيښه کې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بلل شوى دى.
 
https://avapress.com/vdchwxniw23nqid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته