کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له بلخ څخه قزاقستان ته د ۵۰ ټنه انارو جوس صادر شو

26 سرطان 1402 ساعت 8:53

د بلخ ولایت رسنیز مرکز اعلان کړی چې په دغه ولایت کې یوې فابریکې د ۱،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۰ ټنه انارو جوس د حيرتان له لارې قزاقستان ته صادر کړي دي.


آوا - مزارشریف: د بلخ رسنیز مرکز پرون یکشنبه (سرطان ۲۵) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلی یې دی چې د «نور قادری» شرکت له خوا د حیرتان بندر  له لارې د انارو جوس قزاقستان ته صادر شوی دی.
 
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه فابریکه په نږدې راتلونکي کې ازبکستان ته هم خپل تولیدات  صادروي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په بلخ کې دغه خصوصي شرکت قزاقستان ته بسکوټ صادر کړي وو.
 


د مطلب کود: 273346

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273346/له-بلخ-څخه-قزاقستان-ته-د-۵۰-ټنه-انارو-جوس-صادر-شو

آوا
  https://www.avapress.com