دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۳
د مطلب کود : 273346
له بلخ څخه قزاقستان ته د ۵۰ ټنه انارو جوس صادر شو
د بلخ ولایت رسنیز مرکز اعلان کړی چې په دغه ولایت کې یوې فابریکې د ۱،۲ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۰ ټنه انارو جوس د حيرتان له لارې قزاقستان ته صادر کړي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د بلخ رسنیز مرکز پرون یکشنبه (سرطان ۲۵) یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلی یې دی چې د «نور قادری» شرکت له خوا د حیرتان بندر  له لارې د انارو جوس قزاقستان ته صادر شوی دی.
 
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه فابریکه په نږدې راتلونکي کې ازبکستان ته هم خپل تولیدات  صادروي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم په بلخ کې دغه خصوصي شرکت قزاقستان ته بسکوټ صادر کړي وو.
 
https://avapress.com/vdcayenui49n0e1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته