کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د ریل پټلۍ مشر د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر کړی دی

26 سرطان 1402 ساعت 11:25

د هېواد د رېل پټلۍ رياست وايي، چې د دې ادارې مشر بخت الرحمن شرافت د پاکستان د اورګاډي له مسوولينو سره د خبرو په موخه دغه هېواد ته سفر کړى دى.


آوا - کابل: ټاکل شوې ده چې د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اورګاډي د چارواکو تر منځ د افغان - ټرانس اورګاډي د پروژې د تخنیکي مطالعاتو د پیل په اړه درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د خواف - هرات اورګاډي پټلۍ د ایران او افغانستان د چارواکو له خوا پرانیستل شوه.
 


د مطلب کود: 273359

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273359/د-افغانستان-ریل-پټلۍ-مشر-یوه-پلاوي-په-مشرۍ-پاکستان-ته-سفر-کړی-دی

آوا
  https://www.avapress.com