دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۵
د مطلب کود : 273359
د افغانستان د ریل پټلۍ مشر د یوه پلاوي په مشرۍ پاکستان ته سفر کړی دی
د هېواد د رېل پټلۍ رياست وايي، چې د دې ادارې مشر بخت الرحمن شرافت د پاکستان د اورګاډي له مسوولينو سره د خبرو په موخه دغه هېواد ته سفر کړى دى.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: ټاکل شوې ده چې د دغه سفر په ترڅ کې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اورګاډي د چارواکو تر منځ د افغان - ټرانس اورګاډي د پروژې د تخنیکي مطالعاتو د پیل په اړه درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ د خواف - هرات اورګاډي پټلۍ د ایران او افغانستان د چارواکو له خوا پرانیستل شوه.
 
https://avapress.com/vdcenx8wojh8fxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته