کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په جوزجان کې د يوه ځوان له خوا کتابتون جوړ شو

26 سرطان 1402 ساعت 15:04

د جوزجان سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د مرکز په يوه لرې پراته کلي کې يوه ځوان له خپلو شخصي پيسو څخه د خلکو لپاره د لوستلو چاپېريال برابرولو په موخه کتابتون جوړ کړى دى.


آوا: د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس سیف الله معتصم آوا ته وویل چې دغه کتابتون د شبرغان ښار په حسن آباد کلي کې جوړ شوی.
 
د دغه کتابتون بنسټ ایښودونکي نصرالله موحد وویل، چې د دې کتابتون له جوړېدو یې موخه د ځوانانو لپاره د لوستلو چاپېریال برابرول دي.
 
هغه زياته کړه، چې د حسن اباد کلي او شبرغان ښار ترمنځ واټن ډېر دى او ځوانان عامه کتابتونونو ته لاسرسی نه لري.
 
موحد زياته کړه، چې په دې کتابتون کې د بېلابېلو څانګو نږدې زر ټوکه کتابونه شته او کتابتون هره ورځ د عامو خلکو پر مخ پرانېستل کېږي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې ځوانان تل د هېواد په ښار او ولسوالیو کې د معیاري کتابتونونو له نشتوالي شکایت کوي.
 


د مطلب کود: 273381

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273381/په-جوزجان-کې-د-يوه-ځوان-له-خوا-کتابتون-جوړ-شو

آوا
  https://www.avapress.com