دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۶ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۴
د مطلب کود : 273381
په جوزجان کې د يوه ځوان له خوا کتابتون جوړ شو
د جوزجان سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د مرکز په يوه لرې پراته کلي کې يوه ځوان له خپلو شخصي پيسو څخه د خلکو لپاره د لوستلو چاپېريال برابرولو په موخه کتابتون جوړ کړى دى.
افغان غږ خبری آژانس: د جوزجان ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس سیف الله معتصم افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې دغه کتابتون د شبرغان ښار په حسن آباد کلي کې جوړ شوی.
 
د دغه کتابتون بنسټ ایښودونکي نصرالله موحد وویل، چې د دې کتابتون له جوړېدو یې موخه د ځوانانو لپاره د لوستلو چاپېریال برابرول دي.
 
هغه زياته کړه، چې د حسن اباد کلي او شبرغان ښار ترمنځ واټن ډېر دى او ځوانان عامه کتابتونونو ته لاسرسی نه لري.
 
موحد زياته کړه، چې په دې کتابتون کې د بېلابېلو څانګو نږدې زر ټوکه کتابونه شته او کتابتون هره ورځ د عامو خلکو پر مخ پرانېستل کېږي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې ځوانان تل د هېواد په ښار او ولسوالیو کې د معیاري کتابتونونو له نشتوالي شکایت کوي.
 
https://avapress.com/vdcjote8vuqeatz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته