کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سمنګان ولایت تاریخي سیمو ته د بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ زیات شوی دی

27 سرطان 1402 ساعت 9:09

د سمنګان ولایت د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي چې د دغه ولایت تاریخي سیمو په ځانګړې توګه تخت رستم ته د بهرنیو سیلانیانو شمیر ورځ په ورځ زیاتیږي.


آوا - کابل: د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د چارواکو په وینا، په تېرو څلورو میاشتو کې د بېلابېلو هېوادونو ۱۶۰ بهرنیو سیلانیانو د سمنګان ولایت د تخت رستم له تاریخی حوضونو څخه لیدنه کړې ده.
 
دوی زیاته کړه، په سمنګان ولایت کې د زیارتونو او سپېڅلو ځایونو په ګډون ۱۱۴ لرغونې او تاریخي سیمې شتون لري.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت له امله دغه هېواد ته د بېلابېلو هېوادونو د سیلانیانو شمېر د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوی دی.
 


د مطلب کود: 273410

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273410/د-سمنګان-ولایت-تاریخي-سیمو-ته-بهرنیو-سیلانیانو-تګ-راتګ-زیات-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com