دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۰۹
د مطلب کود : 273410
د سمنګان ولایت تاریخي سیمو ته د بهرنیو سیلانیانو تګ راتګ زیات شوی دی
د سمنګان ولایت د اسلامي امارت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤلین وايي چې د دغه ولایت تاریخي سیمو په ځانګړې توګه تخت رستم ته د بهرنیو سیلانیانو شمیر ورځ په ورځ زیاتیږي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د چارواکو په وینا، په تېرو څلورو میاشتو کې د بېلابېلو هېوادونو ۱۶۰ بهرنیو سیلانیانو د سمنګان ولایت د تخت رستم له تاریخی حوضونو څخه لیدنه کړې ده.
 
دوی زیاته کړه، په سمنګان ولایت کې د زیارتونو او سپېڅلو ځایونو په ګډون ۱۱۴ لرغونې او تاریخي سیمې شتون لري.
 
په همدې حال کې په افغانستان کې د امنیت د ټینګښت له امله دغه هېواد ته د بېلابېلو هېوادونو د سیلانیانو شمېر د تېرو کلونو په پرتله ډېر شوی دی.
 
https://avapress.com/vdccs1qix2bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته