کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندز کې د هېواد د پنځو زونونو د معلولینو لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پیل شوي

27 سرطان 1402 ساعت 15:29

په کندز کې د کرکټ بورډ چارواکي وايي، چې د هېواد د پنځو زونونو د معلولينو لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووريزې سيالۍ له پرون راهيسې د دغه ولايت په کوربه توب پيل شوې دي.


آوا - مزارشریف: د کندز د کرکټ بورډ د چارواکو په وینا، دغه سیالۍ پرون پیل شوې او شپږ ورځې به دوام وکړي.
 
د کندز د کرکټ بورډ چارواکي زیاتوي چې په دې ټورنمنټ کې د هېواد له پنځو زونونو څخه لسګونه معلولینو لوبغاړو برخه اخیستې ده.
 
د دې سیالیو موخه ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د معلولیت لرونکو کسانو ترمنځ دغه سیالۍ ترسره کېږي او تېر کال هم دغه سیالۍ په خوست کې ترسره شوې وې.
 


د مطلب کود: 273446

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273446/په-کندز-کې-د-هېواد-پنځو-زونونو-معلولینو-لوبډلو-ترمنځ-کرکټ-شل-اووریزې-سیالۍ-پیل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com