دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۲۹
د مطلب کود : 273446
په کندز کې د هېواد د پنځو زونونو د معلولینو لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووریزې سیالۍ پیل شوي
په کندز کې د کرکټ بورډ چارواکي وايي، چې د هېواد د پنځو زونونو د معلولينو لوبډلو ترمنځ د کرکټ شل اووريزې سيالۍ له پرون راهيسې د دغه ولايت په کوربه توب پيل شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د کندز د کرکټ بورډ د چارواکو په وینا، دغه سیالۍ پرون پیل شوې او شپږ ورځې به دوام وکړي.
 
د کندز د کرکټ بورډ چارواکي زیاتوي چې په دې ټورنمنټ کې د هېواد له پنځو زونونو څخه لسګونه معلولینو لوبغاړو برخه اخیستې ده.
 
د دې سیالیو موخه ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکل دي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې هر کال د معلولیت لرونکو کسانو ترمنځ دغه سیالۍ ترسره کېږي او تېر کال هم دغه سیالۍ په خوست کې ترسره شوې وې.
 
https://avapress.com/vdcbafb50rhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته