کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هرات ولايت کې د لسګونو ورزشکارانو په ګډون د غيږ نيونې سيالۍ ترسره شوې

27 سرطان 1402 ساعت 15:34

د غیږ نیونې سیالۍ د هرات ولایت د خواجه عبدالله انصاري په لوبغالي کې د لسګونو ورزشکارانو په ګډون او د بدني روزنې ریاست د مسوولینو په شتون او تود هرکلي سره ترسره شوې.


آوا - هرات: د هرات د بدنی روزنې ریاست د چارواکو په وینا، په دغو سیالیو کې ۷۹ ورزشکارانو برخه اخیستې وه، چې ۳۵ سیالۍ یې وګټلې او ۸ سیالۍ مساوي پایلې سره پای ته ورسېدې.
 
ویل شوي، چې په دې سیالیو کې له لومړۍ څخه تر اتمې درجې لوبغاړو برخه اخیستې وه او په لومړۍ درجه کې استاد جاوید احمد له یوه مخالف پرته د سیالۍ ګټونکی اعلان شو.
 
غیږه په هرات کې یو له مشهورو لوبو څخه ده او وخت په وخت په دې ډګر کې د ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ ترسره کیږي چې د خلکو په لیوالتیا سره ترسره کیږي.
 


د مطلب کود: 273448

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273448/په-هرات-ولايت-کې-د-لسګونو-ورزشکارانو-ګډون-غيږ-نيونې-سيالۍ-ترسره-شوې

آوا
  https://www.avapress.com