دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۳۴
د مطلب کود : 273448
په هرات ولايت کې د لسګونو ورزشکارانو په ګډون د غيږ نيونې سيالۍ ترسره شوې
د غیږ نیونې سیالۍ د هرات ولایت د خواجه عبدالله انصاري په لوبغالي کې د لسګونو ورزشکارانو په ګډون او د بدني روزنې ریاست د مسوولینو په شتون او تود هرکلي سره ترسره شوې.
افغان غږ خبری آژانس - هرات: د هرات د بدنی روزنې ریاست د چارواکو په وینا، په دغو سیالیو کې ۷۹ ورزشکارانو برخه اخیستې وه، چې ۳۵ سیالۍ یې وګټلې او ۸ سیالۍ مساوي پایلې سره پای ته ورسېدې.
 
ویل شوي، چې په دې سیالیو کې له لومړۍ څخه تر اتمې درجې لوبغاړو برخه اخیستې وه او په لومړۍ درجه کې استاد جاوید احمد له یوه مخالف پرته د سیالۍ ګټونکی اعلان شو.
 
غیږه په هرات کې یو له مشهورو لوبو څخه ده او وخت په وخت په دې ډګر کې د ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ ترسره کیږي چې د خلکو په لیوالتیا سره ترسره کیږي.
 
https://avapress.com/vdcdos0xjyt05o6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته