کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت سرپرست د محرم په ورځو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ

29 سرطان 1402 ساعت 14:16

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له یو شمېر شیعه علماو او مخورو سره په کتنه کې هغوی ته د محرم د ورځو د امنیت په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې له امنیتي ځواکونو سره د هېوادوالو همکاري اړینه ده.


آوا - کابل: تر ​​دې وړاندې د اسلامي امارت لوړ پوړو دولتي او نظامي چارواکو د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم پر بنسټ د محرم په ورځو کې د امنیت ډاډ ورکړی و.
 
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې په رسنیو کې د محرم د مراسمو پر ترسره کېدو د بندیزونو په اړه پراخ اوازې خپرې شوې دي.
 
که څه هم د اسلامي امارت چارواکو د بندیزونو لګول رد کړي، خو ویلي یې دي چې د ښه امنیت د تامین لپاره ځیني تدابیر نیول شوي دي.
 


د مطلب کود: 273549

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273549/د-کورنیو-چارو-وزارت-سرپرست-محرم-په-ورځو-کې-امنیت-ټینګښت-ډاډ-ورکړ

آوا
  https://www.avapress.com