دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 273549
د کورنیو چارو وزارت سرپرست د محرم په ورځو کې د امنیت د ټینګښت ډاډ ورکړ
د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له یو شمېر شیعه علماو او مخورو سره په کتنه کې هغوی ته د محرم د ورځو د امنیت په اړه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې په دې برخه کې له امنیتي ځواکونو سره د هېوادوالو همکاري اړینه ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: تر ​​دې وړاندې د اسلامي امارت لوړ پوړو دولتي او نظامي چارواکو د اسلامي امارت د رهبرۍ د حکم پر بنسټ د محرم په ورځو کې د امنیت ډاډ ورکړی و.
 
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې په رسنیو کې د محرم د مراسمو پر ترسره کېدو د بندیزونو په اړه پراخ اوازې خپرې شوې دي.
 
که څه هم د اسلامي امارت چارواکو د بندیزونو لګول رد کړي، خو ویلي یې دي چې د ښه امنیت د تامین لپاره ځیني تدابیر نیول شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcfjmd01w6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته