کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخول د بهرنیو چارو وزارت د معین او په کابل کې د ازبکستان د سفیر ترمنځ د خبرو محور

1 اسد 1402 ساعت 11:06

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د ازبکستان له سفیر خواجه شادمانوف سره وکتل او د سیاسي اړیکو د پراختیا، د اورګاډي پټلۍ او اقتصادي مسایلو په اړه یې ورسره خبرې او مشورې وکړې.


آوا - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د ازبکستان له سفیر خواجه شادمانوف سره وکتل.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د سیاسي اړیکو پر پراختیا، د اورګاډي پټلۍ، اقتصادي او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
 
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د انرژۍ او کرنې په برخه کې د ازبکستان د تجربو د شریکولو غوښتنه وکړه.
 
باید وویل شي، چې ازبکستان له اسلامي امارت سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري، خو تر اوسه یې د افغانستان دولت په رسمیت نه دی پېژندلی.
 


د مطلب کود: 273659

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273659/د-سیاسي-او-اقتصادي-اړیکو-پراخول-بهرنیو-چارو-وزارت-معین-په-کابل-کې-ازبکستان-سفیر-ترمنځ-خبرو-محور

آوا
  https://www.avapress.com