دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 273659
د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراخول د بهرنیو چارو وزارت د معین او په کابل کې د ازبکستان د سفیر ترمنځ د خبرو محور
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د ازبکستان له سفیر خواجه شادمانوف سره وکتل او د سیاسي اړیکو د پراختیا، د اورګاډي پټلۍ او اقتصادي مسایلو په اړه یې ورسره خبرې او مشورې وکړې.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي په افغانستان کې د ازبکستان له سفیر خواجه شادمانوف سره وکتل.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو د سیاسي اړیکو پر پراختیا، د اورګاډي پټلۍ، اقتصادي او نورو مسایلو په اړه خبرې وکړې.
 
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال د انرژۍ او کرنې په برخه کې د ازبکستان د تجربو د شریکولو غوښتنه وکړه.
 
باید وویل شي، چې ازبکستان له اسلامي امارت سره سیاسي او سوداګریزې اړیکې لري، خو تر اوسه یې د افغانستان دولت په رسمیت نه دی پېژندلی.
 
https://avapress.com/vdchmxniw23nq-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته