کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اوچا: افغانستان د اقلیمي او اقتصادي بدلونونو سره مخامخ دی

2 اسد 1402 ساعت 9:11

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې افغانستان د وروستیو سېلابونو له امله د کروندګرو کرنیزو ځمکو ته د ستر زیان په ځواب کې د اقلیم او اقتصادي بدلون له ټکانونو سره مخ دی.


آوا - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان ۸۰ سلنه کورنۍ د خپلو خوړو او عاید لپاره پر کرنې تکیه کوي او د سږني کال د غنمو حاصلات به یوازې ۴۰ سلنه اړتیاوې پوره کړي.
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، دې وضعیت ته په کتو د خلکو د ژوندانه ملاتړ ډېر مهم دی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو درېيو ورځو سېلابونو په اتو ولايتونو کې سخت ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. یوازې په میدان وردګو ولایت کې د سېلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
 
د اسلامي امارت د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې په کابل، میدان وردګ، خوست، غزني، پکتیا، ننګرهار، نورستان او کنړ ولایتونو کې د سیلابونو له امله د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې سربیره د سلګونو جریبه کرنیزو ځمکو او باغونو فصلونه هم له منځه تللي دي.
 
له بلې خوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت له ارګانونو او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې ژر تر ژره د سیلاب ځپلو سیمو خلکو ته خپلې مرستې ورسوي.
 


د مطلب کود: 273705

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273705/اوچا-افغانستان-د-اقلیمي-او-اقتصادي-بدلونونو-سره-مخامخ-دی

آوا
  https://www.avapress.com