دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۱۱
د مطلب کود : 273705
اوچا: افغانستان د اقلیمي او اقتصادي بدلونونو سره مخامخ دی
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي چې افغانستان د وروستیو سېلابونو له امله د کروندګرو کرنیزو ځمکو ته د ستر زیان په ځواب کې د اقلیم او اقتصادي بدلون له ټکانونو سره مخ دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان ۸۰ سلنه کورنۍ د خپلو خوړو او عاید لپاره پر کرنې تکیه کوي او د سږني کال د غنمو حاصلات به یوازې ۴۰ سلنه اړتیاوې پوره کړي.
 
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) وايي، دې وضعیت ته په کتو د خلکو د ژوندانه ملاتړ ډېر مهم دی.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو درېيو ورځو سېلابونو په اتو ولايتونو کې سخت ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. یوازې په میدان وردګو ولایت کې د سېلابونو له امله سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې او تر ۳۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
 
د اسلامي امارت د طبیعي پیښو سره د مبارزې وزارت د یکشنبې په ورځ وویل چې په کابل، میدان وردګ، خوست، غزني، پکتیا، ننګرهار، نورستان او کنړ ولایتونو کې د سیلابونو له امله د لسګونو کسانو د مرګ ژوبلې سربیره د سلګونو جریبه کرنیزو ځمکو او باغونو فصلونه هم له منځه تللي دي.
 
له بلې خوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د اسلامي امارت له ارګانونو او مرستندویه بنسټونو غوښتي چې ژر تر ژره د سیلاب ځپلو سیمو خلکو ته خپلې مرستې ورسوي.
 
https://avapress.com/vdcjyte8iuqeaaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته