دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ سرطان ۱۴۰۲ ساعت ۰۸:۵۶
د مطلب کود : 273037
اوچا په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره ۱۸.۸ میلیونه تنو سره مرسته کړي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، تېر کال یې په افغانستان کې له ۱۸.۸ میلیونه خلکو سره مرسته کړې، اوچا زیاته کړې چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه ۲۸.۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: اوچا په ۲۰۲۲ کال کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د مرستو کلنی راپور خپور کړی چې پر اساس یې تیر کال مرستندویه هیوادونو او موسسو له دغه صندوق سره ۲۷۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
 
دغه بنسټ زیاته کړې، چې له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو له وتلو او د اسلامي امارت له واکمنۍ وروسته، د دغه هېواد خلک په ۲۰۲۲ کال کې د بشري او حفاظتی حالت له سخت خرابوالي سره مخ شول.
 
د اوچا په وینا، د جمهوریت سقوط سره یوه نوې دوره پیل شوه، چې نیمايي نفوس، ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه بي برخي شول.
 
د راپور له مخې، بشري مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر د ۲۰۲۲ کال په پیل کې له ۲۴.۴ میلیون تنو څخه د کال تر پایه ۲۸،۳ میلیون تنو ته لوړ شوی چې د افغانستان دوه پر درېیمه برخه یې اغېزمنه شوې ده.
 
دغه سازمان ویلي چې په ۲۰۲۲ کال کې د بشري اړتیا اصلي محرک د اقلیم بدلون او اقتصادي بحران دی.
 
په راپور کې دا هم لیکل شوي: "افغانستان د طبیعي خطرونو سره مخ دی، د اقلیم د بدلون د اغیزو له امله به یې تعدد او شدت زیات شي او په پایله کې به یې شته بشري اړتیاوې لاپسې زیاتې شي."
 
په ورته وخت کې د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د بودیجې د کمښت له امله اړ شوی، چې سږ کال له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې اته میلیونه تنه له خپلو مرستو لرې کړي.
 
https://avapress.com/vdchxxniq23nqvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته