دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۲ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۴
د مطلب کود : 271632
اوچا د افغانستان په کانونو کې د ماشومانو پر کار د بندیز هرکلی وکړ
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) مرستیال محمد زید خاطر د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست شهاب الدین دلاور سره په کتنه کې د افغانستان په کانونو کې د ماشومانو د کار د مخنیوي هرکلی وکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت مطبوعاتي دفتر نن (دوشنبه، جوزا ۲۲) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) له مرستیال محمد زید خاطر سره وکتل.
 
په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د اسلامي امارت د لاسته راوړنو، د کانونو د اقتصادي ودې او پراختیا، په چارو کې د شفافیت او په هېواد کې د ملي امنیت په اړه خبرې وکړې.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو په ځانګړې توګه د OCHA دفتر له همکارۍ مننه وکړه.
 
له بلې خوا په افغانستان کې د اوچا دفتر مرستیال محمد زید خاطر د ملي امنیت له تامین او په چارو کې له روڼتیا څخه خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د اسلامي امارت په جوړیدو سره د ملي امنیت او په ټولو چارو کې شفافیت رامنځته شوي.
 
د اوچا دفتر مرستیال د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت د رهبرۍ له لوري په کانونو کې د ماشومانو د کار د منع کولو هرکلی کړی دی.
 
په داسې حال کې چې نن د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړیواله ورځ ده، د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دغه سازمان هڅه کوي چې په افغانستان کې له بېلابېلو لارو د ماشومانو کار ته د پای ټکی کېږدي.
 
https://avapress.com/vdcgwq9xxak9u34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته