کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بلخ ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی

3 اسد 1402 ساعت 13:22

د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس وايي، چې هر کال د انګورو له هر هکتار څخه دوه سوه زره کیلو انګورو ترلاسه کېده، خو سږ کال دغه کچه ۸۰ سلنه راټیټه شوې ده.


آوا - مزارشریف، مولوی شمس الدین خالد؛ د بلخ ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس د دغه ولايت د انګورو د توليد په اړه د آوا خبريال ته وويل: بهر ته د انګورو د محصولاتو د صادرولو په برخه کې هڅې روانې دي او په دې برخه کې يې مرکزي چارواکو ته وړانديزونه کړي دي، ځکه د افغانستان انګور په ځانګړي ډول د هېواد په شمال کې د نړۍ له غوره انګورو څخه شمېرل کېږي او د نړۍ په کچه به يې په بازارونو کې د باور وړ وي.
 
هغه د سړو خونو د جوړولو په برخه کې د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کړنو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې سړې خونې دې جوړې شي، څو په موسم کې د هرې مېوې د ذخیره کولو اسانتیاوې موجودې وي او په نورو موسمونو کې په کورنیو بازارونو کې وپلورل شي.
 
مولوي خالد د بزګرانو او باغدارانو د ستونزو د حل په برخه کې د اسلامي امارت د حکومت د مشرانو هڅې وستایلې او ویې ویل چې هر کال له هر هکتاره انګورو څخه تر ۲۰۰ زره کیلو زیات حاصلات ترلاسه کیږي چې له بده مرغه سږ کال دا شمیر ۸۰ سلنه کم شوی دی.
 
د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ د انګورو يو تن بزګر حاجي درمحمد د آوا خبريال ته وويل: د تېر کال په ژمي کې د يخنۍ له امله د انګورو باغونه کنګل شوي او په ټول بلخ ولايت کې د انګورو حاصلات کم شوي دي. له همدې امله د دولت له مسوولینو څخه د باغدارانو او بزګرانو د مرستې او همکارۍ غوښتنه کوو.
 
بل لورته یو شمېر بڼوال او کروندګر وايي، د کرنیزو اوبو کمښت، د کیمیاوي سرې د بیو لوړوالی او د سړو خونو نه شتون د باغ لرونکو او کروندګرو تر ټولو لویې ستونزې دي. دوی له حکومته وغوښتل چې دغه ستونزې حل او یا کمې کړي. د دغو باغدارانو په وینا، که د کرنې په برخه کې ژر تر ژره پاملرنه ونشي، د هېواد اقتصادي بحران به لا پسې شدید شي.
 


د مطلب کود: 273782

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273782/په-بلخ-ولایت-کې-د-انګورو-حاصلاتو-۸۰-سلنه-کموالی-راغلی

آوا
  https://www.avapress.com