دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 273782
په بلخ ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې ۸۰ سلنه کموالی راغلی
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس وايي، چې هر کال د انګورو له هر هکتار څخه دوه سوه زره کیلو انګورو ترلاسه کېده، خو سږ کال دغه کچه ۸۰ سلنه راټیټه شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف، مولوی شمس الدین خالد؛ د بلخ ولايت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رئيس د دغه ولايت د انګورو د توليد په اړه د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل: بهر ته د انګورو د محصولاتو د صادرولو په برخه کې هڅې روانې دي او په دې برخه کې يې مرکزي چارواکو ته وړانديزونه کړي دي، ځکه د افغانستان انګور په ځانګړي ډول د هېواد په شمال کې د نړۍ له غوره انګورو څخه شمېرل کېږي او د نړۍ په کچه به يې په بازارونو کې د باور وړ وي.
 
هغه د سړو خونو د جوړولو په برخه کې د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د کړنو په اړه خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې سړې خونې دې جوړې شي، څو په موسم کې د هرې مېوې د ذخیره کولو اسانتیاوې موجودې وي او په نورو موسمونو کې په کورنیو بازارونو کې وپلورل شي.
 
مولوي خالد د بزګرانو او باغدارانو د ستونزو د حل په برخه کې د اسلامي امارت د حکومت د مشرانو هڅې وستایلې او ویې ویل چې هر کال له هر هکتاره انګورو څخه تر ۲۰۰ زره کیلو زیات حاصلات ترلاسه کیږي چې له بده مرغه سږ کال دا شمیر ۸۰ سلنه کم شوی دی.
 
د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ د انګورو يو تن بزګر حاجي درمحمد د افغان غږ خبری آژانس خبريال ته وويل: د تېر کال په ژمي کې د يخنۍ له امله د انګورو باغونه کنګل شوي او په ټول بلخ ولايت کې د انګورو حاصلات کم شوي دي. له همدې امله د دولت له مسوولینو څخه د باغدارانو او بزګرانو د مرستې او همکارۍ غوښتنه کوو.
 
بل لورته یو شمېر بڼوال او کروندګر وايي، د کرنیزو اوبو کمښت، د کیمیاوي سرې د بیو لوړوالی او د سړو خونو نه شتون د باغ لرونکو او کروندګرو تر ټولو لویې ستونزې دي. دوی له حکومته وغوښتل چې دغه ستونزې حل او یا کمې کړي. د دغو باغدارانو په وینا، که د کرنې په برخه کې ژر تر ژره پاملرنه ونشي، د هېواد اقتصادي بحران به لا پسې شدید شي.
 
https://avapress.com/vdcevx8wwjh8ffi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته