کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملي دفاع وزارت د کابل - بامیان لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه کړه

4 اسد 1402 ساعت 11:26

د کابل - بامیان لویه لار چې د پروان ولایت په غوربند ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله تړل شوې وه د ملي دفاع وزارت د تخنیکي ټیم له خوا د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.


آوا - بامیان: د کابل - بامیان لویه لار چې د پروان ولایت په غوربند ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله تړل شوې وه، د ملي دفاع وزارت د تخنیکي ټیم له خوا د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
 
د ملي دفاع وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي: د کابل - بامیان لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده. دغه لاره د ملي دفاع وزارت د ٢٢١مې لوا د دويمې لوا د انجنيري ټيم په هلو ځلو د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه.
 
خبرپاڼه زیاتوي، چې د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله د سیمې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
 
د ملي دفاع وزارت وايي، چې د ٢٢١ مې لوا د افغان ځواکونو روغتيايي او انجينري ټيمونو د سيمې يو شمېر سيلاب ځپلي کسان ژغورلي دي.
 


د مطلب کود: 273831

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273831/ملي-دفاع-وزارت-د-کابل-بامیان-لویه-لار-ترافیکو-پر-مخ-خلاصه-کړه

آوا
  https://www.avapress.com