دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 273831
ملي دفاع وزارت د کابل - بامیان لویه لار د ترافیکو پر مخ خلاصه کړه
د کابل - بامیان لویه لار چې د پروان ولایت په غوربند ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله تړل شوې وه د ملي دفاع وزارت د تخنیکي ټیم له خوا د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: د کابل - بامیان لویه لار چې د پروان ولایت په غوربند ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله تړل شوې وه، د ملي دفاع وزارت د تخنیکي ټیم له خوا د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
 
د ملي دفاع وزارت یوه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي: د کابل - بامیان لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوې ده. دغه لاره د ملي دفاع وزارت د ٢٢١مې لوا د دويمې لوا د انجنيري ټيم په هلو ځلو د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه.
 
خبرپاڼه زیاتوي، چې د پروان ولایت په سیاه ګرد ولسوالۍ کې د سیلابونو له امله د سیمې خلکو ته ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
 
د ملي دفاع وزارت وايي، چې د ٢٢١ مې لوا د افغان ځواکونو روغتيايي او انجينري ټيمونو د سيمې يو شمېر سيلاب ځپلي کسان ژغورلي دي.
 
https://avapress.com/vdcjtte8vuqeaoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته