کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل

4 اسد 1402 ساعت 15:11

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت له سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی سره په کتنه کښې له تهران سره د ښوونې او روزنې د ډګر د پراختیا لپاره د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.


آوا - کابل: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر او ځانګړي استازي ښاغلي حسن کاظمي قمي سره یې وکتل.
 
ښاغلي کرزي په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو د بحث او د نظر تبادلې تر څنګ د ایران له اسلامي جمهوریت څخه مننه وکړه چې په تیرو کلونو کې یې د میلیونونو افغان مهاجرینو د ښه راغلاست او د تعلیم او تربیې د زمینې په برابرولو کې مرسته کړې ده.
 
ښاغلي کرزي همداراز د افغان هلکانو او نجونو د زده کړې د ډګر د پراخولو په برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
 


د مطلب کود: 273849

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273849/پخواني-افغان-ولسمشر-حامد-کرزي-په-کابل-کې-د-ایران-له-سفیر-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com