دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۱۱
د مطلب کود : 273849
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د ایران له سفیر سره وکتل
د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامی جمهوریت له سفیر او ځانګړی استازی حسن کاظمی قمی سره په کتنه کښې له تهران سره د ښوونې او روزنې د ډګر د پراختیا لپاره د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې د افغانستان لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر او ځانګړي استازي ښاغلي حسن کاظمي قمي سره یې وکتل.
 
ښاغلي کرزي په دې کتنه کې د افغانستان او سیمې پر روانو حالاتو د بحث او د نظر تبادلې تر څنګ د ایران له اسلامي جمهوریت څخه مننه وکړه چې په تیرو کلونو کې یې د میلیونونو افغان مهاجرینو د ښه راغلاست او د تعلیم او تربیې د زمینې په برابرولو کې مرسته کړې ده.
 
ښاغلي کرزي همداراز د افغان هلکانو او نجونو د زده کړې د ډګر د پراخولو په برخه کې د ایران د اسلامي جمهوریت د همکاریو د دوام غوښتنه وکړه.
 
https://avapress.com/vdci5par3t1ayv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته