کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ملګرو ملتونو په میدان وردګو کې له سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه

5 اسد 1402 ساعت 13:29

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی، چې په میدان وردګ ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله له زیانمنو شویو څه باندې ۱۰۰۰ کورنیو سره مرستې شوې دي.


آوا - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه ټویټ کې ویلي چې دغه مرستې د روغتیا په برخه کې، د څښاک پاکو اوبو، خوراکي توکو او نورو برخو کې دي او د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د موقتي سرپناه د جوړولو کار پیل شوی دی.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د دغو مرستو د دقیق شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
 
د اوچا د راپور له مخې، په میدان وردګو کې د سېلابونو له امله ۳۰ تنه مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
 
د معلوماتو پر بنسټ، د دغو سېلابونو په پایله کې د استوګنې ۴۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۶۰۰ نور کورونه زیانمن شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په تېرو څو ورځو کې په ميدان وردګو ولايت او د هېواد په يو شمېر سيمو کې سېلابونو درانه مالي زيانونه اړولي دي.
 


د مطلب کود: 273898

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/273898/ملګرو-ملتونو-په-میدان-وردګو-کې-له-سیلاب-ځپلو-کورنیو-سره-مرسته-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com