دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۵ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 273898
ملګرو ملتونو په میدان وردګو کې له سیلاب ځپلو کورنیو سره مرسته وکړه
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان کړی، چې په میدان وردګ ولایت کې د وروستیو سیلابونو له امله له زیانمنو شویو څه باندې ۱۰۰۰ کورنیو سره مرستې شوې دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه ټویټ کې ویلي چې دغه مرستې د روغتیا په برخه کې، د څښاک پاکو اوبو، خوراکي توکو او نورو برخو کې دي او د دغه ولایت په اوو ولسوالیو کې د موقتي سرپناه د جوړولو کار پیل شوی دی.
 
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د دغو مرستو د دقیق شمېر په اړه څه نه دي ویلي.
 
د اوچا د راپور له مخې، په میدان وردګو کې د سېلابونو له امله ۳۰ تنه مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي.
 
د معلوماتو پر بنسټ، د دغو سېلابونو په پایله کې د استوګنې ۴۰۰ کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او ۶۰۰ نور کورونه زیانمن شوي دي.
 
د يادونې وړ ده، چې په تېرو څو ورځو کې په ميدان وردګو ولايت او د هېواد په يو شمېر سيمو کې سېلابونو درانه مالي زيانونه اړولي دي.
 
https://avapress.com/vdcco1qi42bqm48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته