کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بدخشان په اوو ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي

9 اسد 1402 ساعت 15:06

د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې د سېلابونو له امله کرنيزې ځمکې، د استوګنې کورونه او عامه تاسيسات ويجاړ شوي، ګڼ شمېر څاروي له منځه تللي او خلکو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي دي.


آوا - مزار شریف: د بدخشان د پېښو رییس محمد اکرم اکبری نن دوشنبه (اسد ۹) آوا ته وویل: له تېرو درېیو ورځو راهیسې د بدخشان اووه ولسوالیو  ته شدید سیلاب راغلی او د استوګنې کورونه، کرنیزې ځمکې او عامه تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.
 
هغه زياته کړه، چې تر اوسه د زيانونو کره شمېره نه ده معلومه او د سروې ډلې د سېلابونو ځاى ته تللي دي.
 
د اکبري په وينا، اوس هم د دغو ولسواليو په يو شمېر سيمو کې سيلابونه روان دي او خلک مرستو ته اړتيا لري.


د مطلب کود: 274064

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274064/د-بدخشان-په-اوو-ولسوالیو-کې-سېلابونو-خلکو-ته-ډېر-زیانونه-اړولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com