دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۵:۰۶
د مطلب کود : 274064
د بدخشان په اوو ولسوالیو کې سېلابونو خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي
د بدخشان سيمه ييز چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې د سېلابونو له امله کرنيزې ځمکې، د استوګنې کورونه او عامه تاسيسات ويجاړ شوي، ګڼ شمېر څاروي له منځه تللي او خلکو ته ډېر مالي زيانونه اوښتي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزار شریف: د بدخشان د پېښو رییس محمد اکرم اکبری نن دوشنبه (اسد ۹) افغان غږ خبری آژانس ته وویل: له تېرو درېیو ورځو راهیسې د بدخشان اووه ولسوالیو  ته شدید سیلاب راغلی او د استوګنې کورونه، کرنیزې ځمکې او عامه تاسیسات یې ویجاړ کړي دي.
 
هغه زياته کړه، چې تر اوسه د زيانونو کره شمېره نه ده معلومه او د سروې ډلې د سېلابونو ځاى ته تللي دي.
 
د اکبري په وينا، اوس هم د دغو ولسواليو په يو شمېر سيمو کې سيلابونه روان دي او خلک مرستو ته اړتيا لري.
https://avapress.com/vdciq5ar5t1ayu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته