کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان په باجوړ کې د خونړي ځانمرګي برید پړه داعش په غاړه واخیسته

10 اسد 1402 ساعت 9:26

داعش ترهګرې ډلې پرون د پاکستان د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د جمعیت علمای اسلام ګوند د فضل الرحمان څانګې په غونډه کې د ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته.


آوا: داعش د یوې بیانیې په خپرولو سره د خیبر پښتونخوا په باجوړ ښار کې د جمعیت علمای اسلام په غونډه کې د ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیست.
 
د اعماق خبري اژانس چې له دغې ترهګرې ډلې سره تړاو لري په دغه کنفرانس کې د ځانمرګي برید د عامل په توګه د «عبدالله مهاجر» په نوم د یوه کس عکس خپور کړی دی.
 
  په دغه برید کې ۴۶ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
 


د مطلب کود: 274094

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274094/د-پاکستان-په-باجوړ-کې-خونړي-ځانمرګي-برید-پړه-داعش-غاړه-واخیسته

آوا
  https://www.avapress.com