دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 274094
د پاکستان په باجوړ کې د خونړي ځانمرګي برید پړه داعش په غاړه واخیسته
داعش ترهګرې ډلې پرون د پاکستان د خیبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د جمعیت علمای اسلام ګوند د فضل الرحمان څانګې په غونډه کې د ځانمرګي برید پړه پر غاړه واخیسته.
افغان غږ خبری آژانس: داعش د یوې بیانیې په خپرولو سره د خیبر پښتونخوا په باجوړ ښار کې د جمعیت علمای اسلام په غونډه کې د ځانمرګي برید مسوولیت په غاړه واخیست.
 
د اعماق خبري اژانس چې له دغې ترهګرې ډلې سره تړاو لري په دغه کنفرانس کې د ځانمرګي برید د عامل په توګه د «عبدالله مهاجر» په نوم د یوه کس عکس خپور کړی دی.
 
  په دغه برید کې ۴۶ کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۰۰ کسان ټپیان شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcb9ab5arhbzgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته