کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په برتانیا کې افغان کډوال له هوټلونو څخه دایمي کورونو ته لېږدول کېږي

10 اسد 1402 ساعت 11:14

موندنې ښيي چې په برتانیا کې له یو شمېر هوټلونو څخه دایمي کورونو ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر چټک شوی دی.


آوا - کابل: یو شمیر افغانان چې برتانیې ته له لیږدولو وروسته ددي هیواد په بیلابیلو سیمو کې هوټلونو کې ځای پرځاي ښوي وو، طلوع نیوز ته ویلي چې په هوټلونو کې یو شمیر کسان دایمي کورونو ته کډه شوي دي.
 
د برتانیا حکومت شاوخوا درې میاشتې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې برتانیا ته لېږدول شوي افغانان به له هوټلونو وشړل شي که دوی وړاندیز شوي کورونه رد کړي او پخپله کورونه ونه لټوي.
 
د برتانیا د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ۸۰۰۰ افغان کډوالو ته چې د بریتانیا په ۵۹ هوټلونو کې اوسېږي، د ۲۰۲۳ کال د اګست تر پایه له هوټلونو د وتلو وخت ورکړی دی.
 


د مطلب کود: 274112

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274112/په-برتانیا-کې-افغان-کډوال-له-هوټلونو-څخه-دایمي-کورونو-ته-لېږدول-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com