دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۱۴
د مطلب کود : 274112
په برتانیا کې افغان کډوال له هوټلونو څخه دایمي کورونو ته لېږدول کېږي
موندنې ښيي چې په برتانیا کې له یو شمېر هوټلونو څخه دایمي کورونو ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر چټک شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: یو شمیر افغانان چې برتانیې ته له لیږدولو وروسته ددي هیواد په بیلابیلو سیمو کې هوټلونو کې ځای پرځاي ښوي وو، طلوع نیوز ته ویلي چې په هوټلونو کې یو شمیر کسان دایمي کورونو ته کډه شوي دي.
 
د برتانیا حکومت شاوخوا درې میاشتې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې برتانیا ته لېږدول شوي افغانان به له هوټلونو وشړل شي که دوی وړاندیز شوي کورونه رد کړي او پخپله کورونه ونه لټوي.
 
د برتانیا د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ۸۰۰۰ افغان کډوالو ته چې د بریتانیا په ۵۹ هوټلونو کې اوسېږي، د ۲۰۲۳ کال د اګست تر پایه له هوټلونو د وتلو وخت ورکړی دی.
 
https://avapress.com/vdccs0qii2bqms8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته