کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

قزاقستان له افغانستان او پاکستان سره د سوداګریزو فعالیتونو د پراخولو اعلان وکړ

11 اسد 1402 ساعت 9:24

د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي دي چې د دغه هیواد له لارې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو په پراخولو سره له پاکستان سره هم د سوداګرۍ هڅه کوي.


آوا - کابل: د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال قناعت تومیاش رسنیو ته ویلي، چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په پیاوړتیا سره به د پاکستان بازارونو ته ټرانزیټي او ټرانسپورټي لارې هم پرانیزي.
 
د منځنۍ اسیا هېوادونه هڅه کوي چې له افغانستان سره سوداګریزې او ټرانزیټي همکارۍ پراخې کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د ازبکستان، پاکستان او اسلامي امارت چارواکو په افغانستان کې د اورګاډي د پټلۍ پر جوړېدو هوکړه وکړه، څو د پاکستان او ازبکستان د اورګاډي پټلۍ ونښلوي.
 


د مطلب کود: 274144

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274144/قزاقستان-له-افغانستان-او-پاکستان-سره-د-سوداګریزو-فعالیتونو-پراخولو-اعلان-وکړ

آوا
  https://www.avapress.com