دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۴
د مطلب کود : 274144
قزاقستان له افغانستان او پاکستان سره د سوداګریزو فعالیتونو د پراخولو اعلان وکړ
د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویلي دي چې د دغه هیواد له لارې له افغانستان سره د سوداګریزو اړیکو په پراخولو سره له پاکستان سره هم د سوداګرۍ هڅه کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د قزاقستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال قناعت تومیاش رسنیو ته ویلي، چې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ په پیاوړتیا سره به د پاکستان بازارونو ته ټرانزیټي او ټرانسپورټي لارې هم پرانیزي.
 
د منځنۍ اسیا هېوادونه هڅه کوي چې له افغانستان سره سوداګریزې او ټرانزیټي همکارۍ پراخې کړي.
 
د يادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د ازبکستان، پاکستان او اسلامي امارت چارواکو په افغانستان کې د اورګاډي د پټلۍ پر جوړېدو هوکړه وکړه، څو د پاکستان او ازبکستان د اورګاډي پټلۍ ونښلوي.
 
https://avapress.com/vdchkknik23nqzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته