کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

نړیوال بانک: د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی دی

11 اسد 1402 ساعت 9:26

نړیوال بانک د یوه نوي راپور په خپرولو سره اعلان کړی، چې که څه هم په ۲۰۲۳ کال کې سوداګریز کسر زیات شوی، خو د روان کال له جنورۍ څخه تر جولای میاشتې پورې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی.


آوا - کابل: نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې وايي، چې په افغانستان کې د پولي انفلاسیون کچه په تیرو دوو میاشتو کې د تیر کال په پرتله منفي وه.
 
دغه بانک په خپل راپور کې ویلي چې عرضه یې کافي وه خو تقاضا یې کمه وه او تر ۵۰ سلنې زیاتې افغانې کورنۍ د ژوندانه د پیدا کولو او د خپلو لګښتونو په موندلو کې ستونزې لري.
 
نړیوال بانک زیاتوي، که څه هم په ۲۰۲۳ کال کې د سوداګرۍ کسر زیات شوی، خو د افغانستان د اسعارو ارزښت د روان کال له جنورۍ څخه تر جولای میاشتې پورې د مهمو بهرنیو اسعارو پر وړاندې لوړ شوی دی.
 
نړیوال بانک وايي، سوداګریزو شرکتونو د جون په میاشت کې راپور ورکړی و چې دوی ته له بانکونو د پیسو په ایستلو کې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
 


د مطلب کود: 274145

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/274145/نړیوال-بانک-د-بهرنیو-اسعارو-پر-وړاندې-افغانیو-ارزښت-لوړ-شوی-دی

آوا
  https://www.avapress.com