دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ اسد ۱۴۰۲ ساعت ۰۹:۲۶
د مطلب کود : 274145
نړیوال بانک: د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی دی
نړیوال بانک د یوه نوي راپور په خپرولو سره اعلان کړی، چې که څه هم په ۲۰۲۳ کال کې سوداګریز کسر زیات شوی، خو د روان کال له جنورۍ څخه تر جولای میاشتې پورې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې وايي، چې په افغانستان کې د پولي انفلاسیون کچه په تیرو دوو میاشتو کې د تیر کال په پرتله منفي وه.
 
دغه بانک په خپل راپور کې ویلي چې عرضه یې کافي وه خو تقاضا یې کمه وه او تر ۵۰ سلنې زیاتې افغانې کورنۍ د ژوندانه د پیدا کولو او د خپلو لګښتونو په موندلو کې ستونزې لري.
 
نړیوال بانک زیاتوي، که څه هم په ۲۰۲۳ کال کې د سوداګرۍ کسر زیات شوی، خو د افغانستان د اسعارو ارزښت د روان کال له جنورۍ څخه تر جولای میاشتې پورې د مهمو بهرنیو اسعارو پر وړاندې لوړ شوی دی.
 
نړیوال بانک وايي، سوداګریزو شرکتونو د جون په میاشت کې راپور ورکړی و چې دوی ته له بانکونو د پیسو په ایستلو کې اسانتیاوې برابرې شوې دي.
 
https://avapress.com/vdci55arwt1ayz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته