دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ جوزا ۱۴۰۲ ساعت ۱۴:۱۰
د مطلب کود : 272001
نړیوال بانک په افغانستان کې په سوداګرۍ کې د ښځو ونډه کمه اعلان کړه
نړیوال بانک وايي، افغانستان د نړۍ د هغو یوولسو هېوادونو په ډله کې دی چې د ښځو سوداګرۍ او صنایعو فعالیتونه پکې کم شوي دي، په داسې حال کې چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د څه باندې ۸۰۰۰ د فعالیت جوازونو د وېش اعلان کوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: نن دوشنبه (جوزا ۲۹) نړیوال بانک د خپل کلني راپور په خپرولو سره اعلان وکړ چې د چاد، نیو ګیني، مالي، نایجریا، سومالیا، جنوبي سوډان، سوډان، افغانستان، سوریې او یمن هغه هیوادونه دي چې ښځې یې په سوداګرۍ کې لږه ونډه لري.
 
د نړیوال بانک د راپور له مخې، د ښځو د فعالیت د کمېدو اصلي لاملونه د نظامونو بدلون او د ښځو د کار او زده کړو په برخه کې محدودیتونه دي، چې د دوی پر اقتصادي او رواني اړخ یې منفي اغېز کړی دی.
 
په دغه راپور کې د ښځو د کار او فعالیت کموالی د هېواد د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو مهم لامل ښودل شوی او د یوه هېواد د خودکفا کېدو لپاره د ښځو سوداګریز فعالیتونه اړین بلل شوي دي.
 
نړیوال بانک دا راپور په داسې حال کې خپور کړی، چې د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولینو د اختر د بازار د نندارتون د پرانیستلو پر مهال اعلان وکړ، چې د افغانستان په لویدیځ او ختیځ زونونو کې یې تر ۸۰۰۰ زیاتو ښځو ته د سوداګرۍ جوازونه وېشلي دي.
 
https://avapress.com/vdchviniz23nqvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته