دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۲۷
د مطلب کود : 259933
نړیوال بانک د افغانستان اقتصادي وضعیت خورا ننګونکی بللي
نړیوال بانک د افغانستان اوسني اقتصادي وضعیت ته په اشارې سره یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې سږ کال به د هېواد ناخالص کورني تولید له ۳۰ تر ۳۵ سلنې منفي وده ولري.
افغان غږ خبری آژانس: د دغه راپور پر بنسټ، په عامه لګښتونو کې د پام وړ کموالی، د کورنیو عایداتو او د مصرف اندازه په هېواد کې د تقاضا د کمښت لامل شوی دی.
 
د افغانستان لپاره د نړیوال بانک مشر وايي، هېواد لا هم له سترو ټولنیزو او اقتصادي ننګونو سره مخ دی.
 
د نړیوال بانک مشرې میلینا ګوډ وویل:«افغانستان له سترو ټولنیزو او اقتصادي ننګونو سره مخ دی چې د خلکو پر ژوند ژور اغیز کوي. هغه راپور چې د چهارشنبې په ورځ د نړیوال بانک له خوا خپور شو، ښيي چې د افغانستان اقتصاد اوس د تېر کال په پرتله ډېر کوچنی دی.
 
د دغه بانک په اقتصادي راپور کې ویل شوي چې په ۲۰۲۲ کال کې به د افغانستان د ناخالصو تولیداتو کچه نوره هم منفي وده وکړي.
 
بل خوا د افغانستان د اقتصاد وزارت وايي چې د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل د هېواد په ناخالص کورني تولید کې د کمښت لامل شوی دی.
 
د اقتصاد وزارت مرستیال عبداللطیف نظري وویل: پر افغانستان د بندیزونو له امله او د افغانستان د پیسو د بندیدو له امله افغانستان له ننګونو سره مخ دی. دا ټکی هم د GDP د کمښت لامل کیدی شي. اوس مهال د بشردوستانه مرستو ترڅنګ د پرمختیایي پروژو بحث هم د پام وړ دی.
 
د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړي خانجان الکوزي وویل:«موږ هیله من یو چې سږ کال به زموږ صادرات ښه وي ځکه چې چاپېریال یې ښه دی. "که څه هم زموږ تازه مېوه تر یوه حده خرابه شوې او زموږ باغداران ډېر زیانمن شوي، خو زموږ د کانونو ریاست ډېر لېږد رالېږد کوي."
 
د نړیوال بانک د راپور پر بنسټ، پر افغان بانکونو بندیزونو په نړیوالو تادیاتو د پام وړ اغېز کړی او خصوصي شرکتونه او مرستندویه موسسې اړ دي چې پیسې په نغدو او غیر منظم ډول انتقال کړي.
 
https://avapress.com/vdcgwy9xwak9ny4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته